نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۵) په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د ا.ا.ا په راتګ سره بشپړ امنیت تأمین شوی او په هېواد کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې چې د دغه زېربنا پرانیسته یې یوه ښه نمونه ده. محترم […]
الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۵) په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د ا.ا.ا په راتګ سره بشپړ امنیت تأمین شوی او په هېواد کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې چې د دغه زېربنا پرانیسته یې یوه ښه نمونه ده. محترم ملا صاحب د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد آبادول، خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسوولیت بولي او د دغه موخې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. اسلامي امارت به د هېواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نورې لویې زېربنايي پروژې په نږدې راتلونکي کې پيل کړي، چې د اوسپنې پټلۍ شبکو په رامنځته کېدو سره به افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه وګرځي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له هېواده بهر ملي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت په ټول توان سره د دوی د سر او مال امنیت خوندي کوي، دوی ته یې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. ګلبهار پلازا هستوګنیز او سوداګریز مرکز د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د خصوصي سکټور لخوا جوړیږي، چې سلګونه هټۍ او هستوګنیز کورونه پکې شامل دي. په یاده پروژه ۷۰ میلیون ډالره پانګونه کېږي چې په درېیو کلونو کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.