نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندهار ولایت مقام د لزوم ديد له مخي ملا خدایداد نائل د دې ولایت د امنیت د مسئول په توګه وټاکل سو، چي د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د کندهار والي ځانګړي استازي مولوي محمد او مولوي بخت محمد مومینیار له لوري رسماً معرفي کړل سو. د کندهار ولایت […]
د کندهار ولایت مقام د لزوم ديد له مخي ملا خدایداد نائل د دې ولایت د امنیت د مسئول په توګه وټاکل سو، چي د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله، د کندهار والي ځانګړي استازي مولوي محمد او مولوي بخت محمد مومینیار له لوري رسماً معرفي کړل سو.
د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله په خپلو خبرو کي د ولایت مقام د مخکني امنیت مسئول مولوي مسافر څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د ولایت مقام ټولي امنیتي چاري ئې په ښه ډول مخته یووړې او هغه ته ئې په نوې دنده کي د بریالیتوب هیله وکړه.
همدا راز مولوي محبالله د ولایت مقام د نوي ټاکل سوي امنیت مسئول قاري خدایداد نائل څخه وغوښتل، ترڅو ټولي چاري په پوره همږغۍ مخته یوسي او له خپله اړخه ئې د پوره همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۴
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.