نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ملا جمعه خان د کښته شاه ولي کوټ ولسوالۍ ولسوال وټاکل سو، چي د پنجشنبې په ورځ مخکي تر غرمې د ولایتي کمېسیون مسئول جهادیار مولوي صاحب او ددې کمېسیون د یوشمېر نورو غړیو په حضور کښي د کښته شاه ولي کوټ ولسوالۍ کارکوونکو او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل […]
ملا جمعه خان د کښته شاه ولي کوټ ولسوالۍ ولسوال وټاکل سو، چي د پنجشنبې په ورځ مخکي تر غرمې د ولایتي کمېسیون مسئول جهادیار مولوي صاحب او ددې کمېسیون د یوشمېر نورو غړیو په حضور کښي د کښته شاه ولي کوټ ولسوالۍ کارکوونکو او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسئولینو ته وروپېژندل سو او د مسئولیت پر چوکۍ کښېنول سو.
د پېژندني یاد مراسم چي د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، په پيل کي د ولایتي کمېسیون مشر مولوي عبدالعلي جهادیار وویل، د ا،ا،امارت مشرتابه ټولي ټاکني په ډېر دقت او غور سره کوي، چي باید ټول یې اطاعت او پیروي وکړو او په کار داده، چي د مشرانو د لارښووني سره سم هر چیري چي دنده راوسپارل سي، په پوره ایماندارۍ یې مخته یوسو او د خپلو خبرو په دوام یې له نوي ټاکل سوي ولسوال څخه وغوښتل، ترڅو ولس ته پوره توجه ولري، د ولس سره ښه اخلاق ولري او تل یې باید د ولسوالۍ دروازه د عامو خلکو پرمخ پرانیستلې وي.
د کښته شاه ولي کوټ ولسوالۍ نوي ټاکل سوي ولسوال ملا جمعه خان ټولو ته ډاډ ورکړ، چي ورسپارل سوی مسئولیت به په ښه ډول مخته یوسي او د ولسوالۍ د ټولو نظامي او ملکي برخو له مسئولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو د کارونو د پرمختګ په برخه کي ورسره پوره همکاري وکړي.
جمعه: /۱۴۴۳/۷/۲/هـ
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.