نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲) محترم ملا صاحب نن د کابل په بادام باغ کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، موږ د افغانستان د زرغونولو او نیالګیو کېنولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ستاینه کوو او باوري یو چې په دې سره به ډېرې شاړې ځمکې زرغونې او طبیعت ته به یې ګټه […]
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۲) محترم ملا صاحب نن د کابل په بادام باغ کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، موږ د افغانستان د زرغونولو او نیالګیو کېنولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ستاینه کوو او باوري یو چې په دې سره به ډېرې شاړې ځمکې زرغونې او طبیعت ته به یې ګټه ورسېږي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان یو زراعتي، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بدهمرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت بد تاثیر کړی دی. د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول او د هغه سالمه روزنه ده. دا کار یوازې د حکومت مسؤلیت نه دی، بلکې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو مو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال ولرو. د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي. محترم ملا صاحب وویل، باوري یم که دا کار ترسره شي، په راتلونکو څو کلونو کې به د کابل ټولې تپې زرغونې شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.