نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن بلخ ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا صاحب چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله، په بلخ ولایت کې د سرپل، سمنګان او بلخ له والي صاحبانو، د جوزجان مرستیال والي، په […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن بلخ ولایت ته سفر وکړ. محترم ملا صاحب چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله، په بلخ ولایت کې د سرپل، سمنګان او بلخ له والي صاحبانو، د جوزجان مرستیال والي، په یادو ولایتونو کې د کانونو له رئیسانو او د ۲۰۹الفتح قول اردو له مسئول سره ولیدل او د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.محترم ملا صاحب د مجلس ګډونوالو ته وویل چې کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده، د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په تأمین کې پوره هڅه وکړئ. همداراز یې امنیتي مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې په اړوندو ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هېڅوک پرېنږدي چې د هېواد د راپورته کېدلو لپاره کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.