نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ملاخیرالله صمیم د کندهار د نفت او ګازو دولتي شرکت آمر وټاکل سو، چي د سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب الله او د بشري سرچینو او پراختیا د رئیس مفتي میرزامحمد له لوري ددې ادارې مامورینو او کارکوونکو ته وروپېژندل سو. د پېژندني په یادو مراسمو […]
ملاخیرالله صمیم د کندهار د نفت او ګازو دولتي شرکت آمر وټاکل سو، چي د سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب الله او د بشري سرچینو او پراختیا د رئیس مفتي میرزامحمد له لوري ددې ادارې مامورینو او کارکوونکو ته وروپېژندل سو.
د پېژندني په یادو مراسمو کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب الله لومړی د کندهار د نفت او ګازو دولتي شرکت د نوي ټاکل سوي آمر د منظورۍ حکم ولوست او خپلو خبرو کي یې تغیر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل یاد کړ او ددې ادارې له مخکني آمر څخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي د مامورینو په همکاري یې ټولي چاري په ښه ډول ترسره کړې.
مولوي محب الله ددې ادارې له ټولو مامورینو وغوښتل، چي د نوي ټاکل سوي آمر سره هم ټولي چاري په پوره همږغۍ مخته یوسي او د ولایتي ادارې په استازیتوب یې ورته د پوره همکاریو ډاډ وړاندي کړ.
وروستیو کي د کندهار د نفت او ګازو دولتي شرکت نوي ټاکل سوي آمر ملاخیرالله صمیم د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب الله ته ډاډ ورکړ، چي د ادارې د مامورینو په مټ به په پوره همږغۍ سره ټولي چاري مخته یوسي.
سې شنبه: ۱۳۴۳/۶/۲۲
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.