ملابرادر اخند د قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بېک مصدقاف په مشرۍ پلاوي سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۲) په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخو کې په همکارۍ خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو تقویت یې مهم وباله. نوموړي له قرغیزستان سره د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۲) په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخو کې په همکارۍ خبرې وکړې. محترم ملا صاحب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي لرغونو اړیکو یادونه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو تقویت یې مهم وباله. نوموړي له قرغیزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي. د قرغیزستان ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي طلعت بېک مصدقاف په افغانستان کې په بشپړ امنیت خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته په اشارې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.