ملابرادر اخند دافغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون وکړ

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملاعبدالغني برادر اخند نن دافغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون وکړ او د بانکونو سهمدارانو ته یې وینا وکړه. ملا صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې له کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت خوندي، اسلامي او افغاني نظام رامنځته شوی، د نظام […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملاعبدالغني برادر اخند نن دافغانستان بانک د مالي ثبات کمیټې شپږمه غونډه کې ګډون وکړ او د بانکونو سهمدارانو ته یې وینا وکړه.

ملا صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې له کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت خوندي، اسلامي او افغاني نظام رامنځته شوی، د نظام یوازینۍ هیله داده چې افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د بانکونو ستونزې باید هوارې شي او په دې برخه کې یې د مالي ثبات کمیټې له غړو وغوښتل چې خپلې سلا مشورې دې ورسره شریکې کړي. محترم ملا صاحب بهر ته تللي د خصوصي بانکونو سهمداران هېواد ته را وبلل؛ هغوی ته یې د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړ او له بانکي سکتور سره یې د هغوی همغږي او همکاري لازمه وبلله. په پای کې محترم ملا صاحب د مالي ثبات کمیټې غونډه مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې د دې غونډو دوام به د هېواد په مالي او بانکي سکتور کې شته ستونزې له منځه یوسي.