مفتي محمدمیرزا د کندهار د بشري سرچنیو او پراختیا رئیس وټاکل شو

د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مفتي محمد میرزا په دوهم بست کي د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د […]

د کندهار ولایت مقام د لزوم دید، د کارونو د لا ښه سمون او بهبود په موخه مفتي محمد میرزا په دوهم بست کي د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست د رئیس په توګه وټاکل شو

د پېژندني په یادو مراسمو کي لومړی د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله د کندهار د بشري سرچنیو او پراختیا ریاست لپاره د نوي رئیس د منظورۍ مکتوب ولوست او وروسته یې په خپلو خبرو کي لومړی نوي ټاکل سوي رئیس ته ددې ریاست ټول مامورین او کارکوونکي ورپېژندل او ددې ریاست له ټولو مامورینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، ترڅو له نوي رئیس سره په پوره همږغۍ او همکارۍ سره ټولي چاري مخته یوسي.

د کندهار د بشري سرچینو او پراختیا ریاست نوي رئيس مفتي محمدمیرزا لومړی ډاډ ورکړ، چي په ټول توان به د کندهاري ولس لپاره خدمت وکړي او په خپلو خبرو کي یې د ادارې له ټولو مامورینو او کارکونکو څخه وغوښتل، ترڅو د کارونو په پرمختګ کي ورسره پوره همکاري وکړي.

 

شنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۸