مشرتابه له لوري ټاکل سوي هیئت د امنیه قومندانۍ د نظارت خوني ارزونه وکړه او د ټولو بندیانو حال ئې له نژدې وپوښتل

  د ‹‹عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله›› د هدایت سره سم د بندیانو د نظام سمون اړوند ټاکل سوي هیئت د امنیه قومندانۍ د نظارت‌خانې مسئول مولوي شیخ‌محمد مومن او د جنایي جرمونو سره د مبارزې مُدیر مولوي عبدالرزاق په ملتیا د شنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندانۍ نظارت خانې ته ولاړ او هلته […]

 

د ‹‹عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله›› د هدایت سره سم د بندیانو د نظام سمون اړوند ټاکل سوي هیئت د امنیه قومندانۍ د نظارت‌خانې مسئول مولوي شیخ‌محمد مومن او د جنایي جرمونو سره د مبارزې مُدیر مولوي عبدالرزاق په ملتیا د شنبې په ورځ د کندهار امنیه قومندانۍ نظارت خانې ته ولاړ او هلته ئې د یادي نظارت خانې ارزونه وکړه او د ټولو بندیانو د دوسیو ترڅنګ د اوسېدو د ځای، له دوي سره د مجاهدینو د سلوک، خوراک، څښاک او نورو اړینو برخو کي ئې یو په یو د ټولو بندیانو حال په لیکلې بڼه واخیست.

د ارزوني پرمهال د یاد هیئت غړي مولوي محمود عزام وویل، د ‹‹عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله›› په هدایت دا پروسه ځکه پيل سوې، ترڅو له ټولو بندیانو سره ښه چلند وسي، په هره برخه کي د دوی حقوق ورورسیږي او دوسیې ئې ژر خلاصي سي، چي په خبره ئې د کندهار امنیه قومندانۍ په نظارت خانه کي د ټولو بندیانو سره مجاهدینو ښه سلوک او ښه رویه کړې وه او ددې ترڅنګ د دوی ټول حقونه ورته رسېدلي وه.

مولوي محمود عزام زیاته کړه، چي د یادي نظارت خانې تر ارزوني او نظارت وروسته د ټولو بندیانو د دوسیو ترڅنګ ئې د بندیانو حال او د یادي نظارت خانې یوشمېر ستونزي یو په یو په ګوته کړې، چي په خبره ئې ډېر ژر به د ټولو بندیانو راپور او په یاده نظارت خانه کي د نیمګړتیاوو لیري کېدو په موخه د هیئت نظرونه په رسمي ډول ستري محکمې ته واستوي او د ستري محمکې مقام به ئې بیا د ریاست الوزرا‌ء محترم مقام ته وسپاري.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۷/۱۸