مرکزي بغلان کې ستربیس فتحه، ۱۰ ګوډاګیان قتل، ۱۶ له ګڼو وسلو سره ژوندي ونیول شول

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام تېره شپه ۱ بجه مجاهدینو د مرکزي بغلان ولسوالۍ جرخشک سیمه کې د مزدور دشمن په ستر بیس د سپکو او درنو وسلو په مټ دښمن ځپونکي عملیات ترسره کړل. دغه مرکز چې په اصل کې د ابومحمد په نوم لیسه او کلینیک ول خو دښمن پکې له اوږدې […]

د الفتح جهادي عملیاتو په دوام تېره شپه ۱ بجه مجاهدینو د مرکزي بغلان ولسوالۍ جرخشک سیمه کې د مزدور دشمن په ستر بیس د سپکو او درنو وسلو په مټ دښمن ځپونکي عملیات ترسره کړل. دغه مرکز چې په اصل کې د ابومحمد په نوم لیسه او کلینیک ول خو دښمن پکې له اوږدې مودې راپه دېخوا غټ بیس جوړ کړی و د مجاهدینو په برید کې په مکمل ډول فتحه، ۷ ټانکونه تخریب او سوځول شوي، ۲ روغ نیول شوي، ۱۰ ګوډاګیان وژل شوي، ۱۶ نور د مزدور قومندان مجاهد په ګډون ژوندي نیول شوي او پاتي نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

همداراز له دښمن څخه ۴ میله دهشکې،۸ امریکايي غټې پیکاوې، ۴ امریکايي کوچنۍ پیکاوې، ۱درازنوف،۴  راکټونه، ۱۰ ام ۱۶ ټوپک، ۱ SPG9، یو ۸۲ م. م توپ، ۶غټې مخابرې، ۲ کوچنۍ مخابرې، ۹ میله نارنجک، ۴ هاوانونه او شاوخوا ۴ مازدا موټر مهمات نیول شوي دي.

د یاد بیس په فتحه کېدو سره د سیمې خلکو د خوښۍ څرګندونه کړې او مجاهدینو ته یې په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۴