مرکزي بغلان کې استشهادي برید د دښمن ۲۵ نقلیه وسائط تخریب، ۴۱ ګوډاګیان قتل لسګونه نور ژوبل کړل

د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون مازدیګر د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ باندې دښمن ځپونکی استشهادي برید ترسره شو. دغه برید د کندز د یو استشهادي مجاهد ملاعابدالله جاوید (تقبله الله) لخوا د هاموي ټانګ په واسطه چې له درنو چاودیدونکو موادو څخه ډک کړل شوی و ترسره شو. د […]

د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون مازدیګر د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ باندې دښمن ځپونکی استشهادي برید ترسره شو. دغه برید د کندز د یو استشهادي مجاهد ملاعابدالله جاوید (تقبله الله) لخوا د هاموي ټانګ په واسطه چې له درنو چاودیدونکو موادو څخه ډک کړل شوی و ترسره شو. د راپور له مخې د برید پرمهال په امنیه قومنداني کې د ګوډاګۍ اداري له(۸۰) څخه زیات عسکر او افسران موجود وه او تر برید لږ له مخه ورته یو شمیر کمانډویان هم راغلي وه. د برید په تعقیب د مجاهدینو له لورې د ولسوالۍ په مرکز او پوستو باندې هم ځپونکي بریدونه ترسره شول.

د ترلاسه شوو دقیقومعلوماتو له مخې په دې اتلوال استشهادي برید کې د قومندانۍ د جنايي آمر په شمول ۴۱ مزدور افسران او عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د قومندانۍ ودانۍ ترډیره بریده تخریب شوې، ترلسو پوري ټانګونه او تر پنځلسو پوري رینجر پکې له منځه تللې دي.

پاته دي نه وي چې دغه برید په یاد ولایت کې په ملکي سیمو او ولسي وګړو د جنایتکار دښمن د وروستیو وحشیانه بمبارونو او بریدونو په انتقام کې ترسره شوی دی، چې دښمن ته یې په لویه پیمانه ځاني او مالي زیان اړولی دی.

‏۲۰۲۱‏/۶‏/۱