نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: (۱۴۴۴/ذی القعدة ۲۸ شنبه) تیره ورځ، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د اوسپنې پټلۍ اړوند یوه عراده نقلیه وسیله (درزین) چې څه وخت مخکې یې له ایران هېواد څخه پېرلی وو، د هرات ولایت روزنک ستیشن ته وارد او ګټه اخیستنه ترې پیل کړه. د اوسپنې پټلۍ دغه نقلیه وسیله چې درزین هم […]
الاماره: (۱۴۴۴/ذی القعدة ۲۸ شنبه) تیره ورځ، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د اوسپنې پټلۍ اړوند یوه عراده نقلیه وسیله (درزین) چې څه وخت مخکې یې له ایران هېواد څخه پېرلی وو، د هرات ولایت روزنک ستیشن ته وارد او ګټه اخیستنه ترې پیل کړه. د اوسپنې پټلۍ دغه نقلیه وسیله چې درزین هم یادیږي، د اوسپنې پټلۍ د حفظ او مراقبت او په ټوله کې د تخنیکي پرسونل د لېږد را لېږد لپاره کاریږي. د یاد درزین څخه د ګټه اخیستنې له امله به د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ ٣ مې ټوټې حفظ او مراقبت په ښه توګه او مناسب وخت کې ترسره کیږي. همدارنګه د یاد درزین د چلولو او ساتنې په موخه د ادارې ٢ تنه تخنیکي کارکوونکي ایران هېواد ته استول شوي دي او نږدې ورځو کې تر راستنېدو وروسته به دوی خپله دغه درزین چلوي. یاده دې وي چې وروستۍ پېړۍ کې دغه لومړۍ ریلي نقلیه وسیله ده چې د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري پېرل کیږي او ګټه ترې اخیستل کیږي. ورته وخت کې له دغه درزین سره هم مهاله د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د حفظ او مراقبت د ترسره کولو او ارتباطاتو د برابرولو اړوند یو شمېر تجهيزات هم روزنک ستیشن ته راورسېدل. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ د پراختیا ترڅنګ، پټلۍ په سیمه اییز او نړیوالو معیارونو برابره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.