نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۲۰ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار صاحب، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست […]
الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۲۰ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه د هرات – غور سړک د جوړولو چارو د پيل پرانیسته وکړه. په دغو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار صاحب، د غور والي مولوي احمدشاه دین دوست صاحب، د ٢٠٧ الفاروق قول اردو قومندان مولوي نصرالله مطیع صاحب د غور او هرات ملکي او نظامي مسوولینو هم حضور درلود. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د ترانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو، یاد سکټور په خپلو لومړیتوبونو کې نیولی، چې د پراختیا او اساسي جوړونې په موخه یې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره پرلهپسې مجلسونه دوام لري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره عملاً د لویو لارو د بیارغونې کارونه پيل شوي چې له جملې یې دا دي نن د هرات – غور سړک د عملي چارو پرانیسته کوو. دغه سړک د افغانستان له مهمو ملي او لویو پروژو څخه دی، چې د ځمکني ترانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، د دغه ترانسپورټي دهلېز په مسیر کې د مالګې او مرمر ډبرو کانونه هم شته چې بشپړېدل به یې د سوداګرۍ د پراختیا او سیمهییز ترانزیټ په برخه کې مهم رول ولوبوي. په پای کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د غور ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په کتو هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پرانیزي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.