‏محترم رئیس الوزرا د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه

الاماره ۱۴۴۵ صفر ۲۷ د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر ښاغلي جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شویو مراسمو کې ‏چې د بهرنیو چارو وزرات سرپرست […]

الاماره ۱۴۴۵ صفر ۲۷
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر ښاغلي جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه. په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شویو مراسمو کې
‏چې د بهرنیو چارو وزرات سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم حضور درلود، محترم رئیس الوزرا د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه. د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او وې ویل، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د چین
‏د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.نوموړي همدارنګه د چین ولسي جمهوریت د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه دافغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملامحمدحسن اخند ته وړاندې کړل.
ښاغلي جاو شینګ وویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د
‏پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري. نوموړي په ټینګار سره وویل چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.
ښاغلي جاو شینګڅرګنده کړه، موږ خوشاله یوو چې په تېرو دوو کالو کې د اقتصاد، امنیت د تامین ترڅنګ
‏فساد، جرایمو او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه رامنځته شوي دي. زه به کوښښ وکړم چې د سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.
ورپسې د اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د چین له مشرتابه څخه د سفیر په توګه د ښاغلي جاو شینګ
‏د مقررۍ له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ستاسو معرفي کېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو لوړې کچې ته پورته کېدل او د نوي څپرکی پیلامه ده.
محترم رئیس الوزرا د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې وبللې اود اشغال له خاتمې وروسته په تېرو دو کلونو کې د افغانستان او‏چین ترمنځ مناسبات او همکارۍ یې په ښه کچه کې یادې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو د پورته کېدو هیله هم څرګنده کړه.