نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه خبر ورکړی، چې په کابل کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تيرې جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې. نوموړی وایي چې دا کس د یو بهرني […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه خبر ورکړی، چې په کابل کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تيرې جمعې په ورځ یې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې. نوموړی وایي چې دا کس د یو بهرني هیواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی. هغه زیاتوي، په تحقیقاتو کې جوته شوې چې دا بريد د داعشيانو او بغاوتګرو له لوري په ګډه تنظیم شوی و. مجاهد وایي چې د بريد تر شا ځینې خارجي شومې کړۍ لاس لري او هدف یې د دوو وروڼو هېوادونو ( افغانستان او پاکستان ) تر منځ د بې باورۍ رامنځته کول وو. د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي چې د دغه برید په اړه نورې څیړنې هم روانې دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.