مجاهد: مغرضو حلقو د ملګرو ملتونو سازمان یرغمل کړی او زمونږ پر وړاندې یې کاروي

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۱۲ مه داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د تیرې ورځې د غونډې په هکله په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول. نوموړی زیاتوي، […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الاول ۱۲ مه داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ملګرو ملتونو کې د تیرې ورځې د غونډې په هکله په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.

نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې له سرتاسری امنیت، عمومي عفوې، صلحې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړیدو، په داخلي عوایدو د بودیجې تهیه کیدو، ټول هیواد ته د تعلیمي بهیر غزیدو او لسګونه نورو پرمختګونو اصلا بحث ونشو او اهمیت ورنکړل شو.

مجاهد وایي: لازمه خو دا وه چې د ملګرملتونو په سازمان کې د تورلیست په ختمیدو، بندیزونو په لرې کیدو، د افغانستان د غصب شوو پيسو په ازادیدو او په نهایت کې د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پيژندلو او دافغانستان څوکۍ افغانانوته په سپارلو بحث شوې وای اوحل لار ورته پیدا شوې وای.

د نوموړي په وینا: «داچې په دې اړوند هيڅ یادونه ونشوه اولاهم دفشار او تحمیل په سیاست ترکیز وشو، څرګندوي چې مغرضې حلقې لاهم زموږ سره په جګړه اخته دي او دملګرو ملتونو سازمان يې هم یرغمل کړی او زموږ په وړاندې يې کاروي.»

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې: د افغانستان مسلمان او غیور ولس خپل نظام او امارت پيژني، په خپلو مشرانو باور لري او د خپل نظام کلک ملاتړ کوي.«د افغانستان خلکو ته د خپل دین لارښونې اولویت لري او د خپل هېواد ملې ګټې ورته مهمې دي. د همدې سترو هدفونو لپاره يې ګلونه قربانۍ ورکړې او کلکه پالنه او ساتنه به يې کوي.»