نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: سه شنبه ۱۴۴۶ محرم ۳ د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د یوناما د وروستي خپاره شوي راپور په هکله غبرګون ښوودلی او هغه یې له واقعیتونو لرې بللی دی. مجاهد په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما […]
الامارة: سه شنبه ۱۴۴۶ محرم ۳
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د یوناما د وروستي خپاره شوي راپور په هکله غبرګون ښوودلی او هغه یې له واقعیتونو لرې بللی دی. مجاهد په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکی بې ځایه بللې او ویلي یې دي چې: «کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر اوسمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کیږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.» مجاهد وایي، یوناما د دې پرځای چې افغانستان د مسلمانې ټولنې په توګه وارزوي، له غربي لیدلوري یې ګوري «متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي.» د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکړی دی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څير د اجرا وړ دي« په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي. »
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.