نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: شنبه۱۸/۱۲/۱۴۰۳ د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله تویتر پاڼه د میرمنو په تړاو د اسلامي امارت د دریځ په هکله تازه څرګندونې کړې دي. نوموړي د مارچ ۸مې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې، ته په اشارې سره ویلي: افغان مېرمنې زموږ میندې، خویندې، لورګانې او […]
الامارة: شنبه۱۸/۱۲/۱۴۰۳ د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله تویتر پاڼه د میرمنو په تړاو د اسلامي امارت د دریځ په هکله تازه څرګندونې کړې دي. نوموړي د مارچ ۸مې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې، ته په اشارې سره ویلي: افغان مېرمنې زموږ میندې، خویندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي «کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.» مجاهد د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د اسلامي امارت اولویت بولي او زیاتوي چې: «نن سبا افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په بشپړ مصئونیت کې ژوند کوي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې ده هيڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري.» مجاهد: ا.ا.ا د خپل کلتور او دیني باورونو لمخې د میرمنو حقونو ته ځان مکلف بولي د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي چې: د محاکمو او نورو اړوندو ارګانونو مکلفیت دی چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله سعیه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حقوق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو څخه ساتنه او څارنه وکړي. ذبیح الله مجاهد په خپل پیغام کې دغه راز ویلي چې د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني میرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي، خو په ډاګه کړې یې ده چې: « موږ د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري او د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.»
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.