نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایي چې د ملګروملتونو له آدرسه د یوناما راپور چې په مایوسۍ، ګیلو او شکایتونو بنادی حقیقت نه لري. نوموړی زیاتوي چې دغه ډول راپورونه یا د هغو کسانو د نقل قول په اساس جوړیږي چې له افغانستان څخه تښتیدلي دي او اوس يې د خپل هېواد […]
د اسلامي امارت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد وایي چې د ملګروملتونو له آدرسه د یوناما راپور چې په مایوسۍ، ګیلو او شکایتونو بنادی حقیقت نه لري. نوموړی زیاتوي چې دغه ډول راپورونه یا د هغو کسانو د نقل قول په اساس جوړیږي چې له افغانستان څخه تښتیدلي دي او اوس يې د خپل هېواد پرضد د نظامي جبهې پرځای د پروپاګند جبهه نیولی او یا خو د یوناما به بدنه کې دننه ځينې کسان د دغه نهاد له نوم څخه سوء استفاده کوي او د ناسمو معلوماتو په اساس د افغانستان په ضد پروپاګند خپروي. مجاهد وایی : «په افغانستان کې بشپړ امنیت تأمین دی، هيڅ خپل سري قتلونه او نیونې نشته، په مذهبي اقلیتونو بریدونو مخنیوی شوی، د هیواد امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو ساتنه کوي.» داسلامي امارت ویاند لیکلي چې د اسلامي امارت محاکم د خلکو د حقوق څخه دفاع او ساتنه کوي، ملکي خدمات جریان لري، د هېواد د آبادۍ لپاره لاسونه سره ورکړل شوي دي، په داسې یو مثبت حالت کې منفي راپورونه خپرول د کینې او عقدې په معنا ده چې باید نور متوقف شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.