متحده‌عربي اماراتو له کندهار سره د «۲۲۸» ټنه خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وکړه

    د متحده عربي اماراتو له لوري له کندهار سره د «۲۲۸» ټنه خوراکي توکو، غیري خوراکي توکو او درملو مرسته وسوه، چي د شنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار نړیوال هوايي ډګر ته له یوشمېر نورو مسئولینو سره ولاړ او له نژدې یې له یادي مرستي څخه لیدنه وکړه. […]

 

 

د متحده عربي اماراتو له لوري له کندهار سره د «۲۲۸» ټنه خوراکي توکو، غیري خوراکي توکو او درملو مرسته وسوه، چي د شنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کندهار نړیوال هوايي ډګر ته له یوشمېر نورو مسئولینو سره ولاړ او له نژدې یې له یادي مرستي څخه لیدنه وکړه.

 

د یادي مرستي څخه د لیدني پرمهال کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا متحده عربي امارت د افغانستان ملګری هیواد وباله او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چي له کندهار سره یې د مرستو په دوام په دې حساسو شرایطو کي داځلي د «۲۲۸» ټنه خوراکي توکو، غیري خوراکي توکو او درملو مرسته وکړه.

 

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام پر یوشمېر نورو هیوادونو هم ږغ وکړ، ترڅو د افغانانو ترڅنګ ودریږي او له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

 

وروستیو کي د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس سردارولي باراني وویل، د متحده عربي اماراتو له لوري له کندهار سره په دې «۲۲۸» ټنه سوې مرسته کي، اوړه، وریجي، غوړي، بوره، درمل او کمپلې شاملي دي، چي د کندهار والي په ځانګړې لارښوونه به یې پر اړمنو کورنیو او دولتي مامورینو ووېشي.

 

یکشنبه: ۱۴۰۰/۹/۷