نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت اړوند لښکرګاه ښاروالۍ د خپلي بودیجې په واسطه په لښکرګاه کي د څلورو لویو پروژو چاري پیل کړې. د لښکرګا ښاروالۍ مسئولین وايي : په تېرو شپږو میاشتو کي يې سره له دې چي یو شمېر بیا رغنیزي چاري ترسره کړي ترڅنګ یې اوس د اساسي پروژو د پیل کارونه هم […]
د هلمند ولایت اړوند لښکرګاه ښاروالۍ د خپلي بودیجې په واسطه په لښکرګاه کي د څلورو لویو پروژو چاري پیل کړې.
د لښکرګا ښاروالۍ مسئولین وايي : په تېرو شپږو میاشتو کي يې سره له دې چي یو شمېر بیا رغنیزي چاري ترسره کړي ترڅنګ یې اوس د اساسي پروژو د پیل کارونه هم شروع کړي. د ښاروالۍ مطبوعاتي مسئول وايي : په دې څلورو اساسي پروژو کي دوې د پارکونو د بیارغوني، یوه د چریو چاینل او بله یې د نیالګیو ایښودلو پروژه ده چي پر خپل وخت به يي کار پای ته ورسیږي.
د ښاروالۍ اړوند کاریګرو په خبره دوی خوښ دي، چي د ښاروالۍ له خوا یادي پروژې پیل سوي او دوی ته د کارکولو زمینه برابره سوې. همدارنګه يو شمیر نور ښاریان بیا وايي : د ښاروالۍ له خوا رواني پروژې د ښاري پراختیا لپاره تر ټولو غوره ګام دی، خو غوښتنه کوي چي نړیوال مرستندویان دي هم په دې هیواد کي بیارغنیز کارونه پیل کړي ترڅو افغان ولس ته یې ګټه ورسیږي.
د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي د لښکرګاه ښاروالۍ له خوا د هلمند د سړکونو کنډ کپر ځایونه او همدارنګه د یو شمیر لویو لارو د پلچکونو د بیارغوني کارونه هم ترسره سوي دي، لښکرګاه ښاروالي په پلان کي لري چي دې ته ورته پرمختیایي کارونه نور هم چټک کړي، خو له ښاریانو غوښتنه کوي، چي د صفايي ټیکس په ورکړه کي ناغیړي ونه کړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.