نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اوومه حوزه سیمه کي یو تن وسلوال غل د وسلې سره ونیول سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن غرمه شاوخوا یولس۱۱ بجې دوه تنو دشپږمي حوزې په مربوطاتو کي زموږ پر یو هېوادوال باندي ډزي وکړې چي له نېکه مرغه وسله یې بنده سوه او هېوادوال بچ […]
دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اوومه حوزه سیمه کي یو تن وسلوال غل د وسلې سره ونیول سو.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن غرمه شاوخوا یولس۱۱ بجې دوه تنو دشپږمي حوزې په مربوطاتو کي زموږ پر یو هېوادوال باندي ډزي وکړې چي له نېکه مرغه وسله یې بنده سوه او هېوادوال بچ سو. چي وروسته د ملکي خلګو او امنیتي موظفینو د تعقیب وروسته یو تن وسلوال د یو میل توپنچې او یوه عراده موټرسېکل سره ونیول سو او بل تن یې په تېښته بریالی سو چي د موندني دپاره یې هڅي رواني دي.
دیادولو ده چي نیول سوی کس حکمت الله د خالقداد زوی او د هلمند د ناوې ولسوالۍ دعینک اوسېدونکی دی.
نېټه:۱۴۴۳/۷/۱۳ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.