لښکرګاه کي یو تن سلاح فروش د چاودېدونکو توکو د انتقال پر مهال ژوبل سو.

  نن سهار لس بجې دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کي په یوه عراده ویټز موټر کي چاودنه وسول، د باختر آژانس د خبریال د معلوماتو په اساس د موټر خاوند عبدالجبار دعبدالباقي زوی د پرچون د دوکاندارۍ سره سره یې دسلاح فروشی کار هم په قاچاکي توګه کاوه، نوموړي غوښتل […]

 

نن سهار لس بجې دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کي په یوه عراده ویټز موټر کي چاودنه وسول، د باختر آژانس د خبریال د معلوماتو په اساس د موټر خاوند عبدالجبار دعبدالباقي زوی د پرچون د دوکاندارۍ سره سره یې دسلاح فروشی کار هم په قاچاکي توګه کاوه، نوموړي غوښتل چي په خپل موټر کي لاسي ګرنېټان انتقال کړي؛ خو چاودنه یې وکړه چي په ترڅ کي یې موټر وجاړ او موټر چلوونکی ژوبل سو او دامنیتي ځواکونو له خوا روغتون ته انتقال سو.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۲۴ هــ ق.