لښکرګاه کي ملک سلمان خیریه بسنټ د ۴۰۰ کورنیو سره د غیري خوراکي توکو مرسته وکړه

دغه مرسته نن دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د افغاني سرې میاشتي ریاست په همکارۍ د شهزاده سلمان خیریه بسنټ له لوري د ۴۰۰ کورنیو سره چي کونډیاني ، معیوبین ،معلولین یتیمان او بې وزله پکي شاملي وه ورکول سوه. په دې ژمني توکو کي هري کورنۍ ته ۲ بړستني ، ۲ خولۍ ، […]

دغه مرسته نن دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د افغاني سرې میاشتي ریاست په همکارۍ د شهزاده سلمان خیریه بسنټ له لوري د ۴۰۰ کورنیو سره چي کونډیاني ، معیوبین ،معلولین یتیمان او بې وزله پکي شاملي وه ورکول سوه.
په دې ژمني توکو کي هري کورنۍ ته ۲ بړستني ، ۲ خولۍ ، یو د نارینه پټو، یو ښځینه پوړنی، یوه د کوچنیانو کورتۍ ،یو مردانه پټو ، ۱۰ جوړې جرابې او ۲ جوړې ګرم لباسونه شامل دي.
پر همدې مهال د یاد بنسټ د مرستو د وېش څارونکي قاري نور زمان شرافت باختر آژانس ته وویل؛ یاده مرسته د سرې میاشتي سره په همکارۍ توزیع سول، چي په وینا یي په دې ولایت کي به په راتلونکي کي  د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کي هم د ورته توکو تر څنګ د خوراکي توکو د مرستو لړۍ هم  دوام ولري.
نوموړی وایي ، د مرسته ورکوونکو کورنیو سروې په ښه ډول سوې او ترې خوښ یو،چي په خبره یي ټولي مستحقي کورنۍ په نښه سوي دي.
هلمند کي د افغاني سرې میاشتي رئیس مولوي فضل محمد فضلي د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال د عربستان د پاچاه شهزاده سلمان د خیریه بنسټ څخه د منني تر څنګ وویل؛ د یادو کورنیو سروې یې په پوره شفافیت سره کړې او ډاډ یې ورکړ، چي تر دې ورسته به هم شفافیت په پام کي نیول کېږي او د هغه کسانو سروې به کوي چي زیاتي اړمني او مستحقي وي.
دغه راز د عبدالرازق په نوم یو تن چي مرسته یي ترلاسه کړه وایي، ډېر خوښ یو چي نن ورته مرسته ور کړل سوه .
نوموړي غوښتنه کول ،چي د خوراکي توکو مرسته دي هم راسره وسي ؛ځکه په وینا یي چي خوراکي توکو ته زیاته اړتیا لري.
یوې ډېر عمرلرونکي مېرمني بیا باختر آژانس ته وویل؛ زیاته مجبوره وم او نن هم د خپل مجبورۍ له امله مرستي غوښتلو ته راغلې یم.
نوموړې زیاته وي چي کونډه یم او په کورنۍ کي د ګټي وټي هم څوک نه لرم . دې هم غوښټنه کول ،چي د غیري خوراکي توکو پر ځای دي اوړه ،غوړي او نور خوراکي توکي ورکړي،ترڅو غذایي اړتیا مو پوره سي.
د یادوني وړه ده ،چي د ملک سلمان خیریه بنسټ د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د هیواد په ټولو ولایتونو کي د خوراکي او غیري خوراکي توکو د مرستي د ورکړې لړۍ پیل کړې ،چي تېره ورځ په ارزګان ولایت کي هم  لسګونه کورنیو سره مرسته وکړه.

نېټه:۱۴۴۳/۷/۵ هــ ق