نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د یکشنبې په ورځ په لښکرګاه ښار کې د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست د IOM ـ OHA او WFP موسییې په همکارۍ د ۶۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي، خوراکي او ژمني توکو مرسته ترسره کړه. د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست رئیس قاري فیاض د باختر آژانس […]
نن د یکشنبې په ورځ په لښکرګاه ښار کې د طبعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست د IOM ـ OHA او WFP موسییې په همکارۍ د ۶۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي، خوراکي او ژمني توکو مرسته ترسره کړه.
د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست رئیس قاري فیاض د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل چې د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست په هلو ځلو د ځینو موسساتو په همکارۍ د ۶۱ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي ،خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته ترسره سوه ښاغلي فیاض زیاته کړه چې د دا ډول مرستو څخه عمده موخه د بې وزلۍ او فقر له منځه وړل دي .
د فیاض په خبره چې د IOM موسیسې لخوا د نادعلي ،باباجي،ګرشک او مارجې ولسوالیو تر څنګ یې د لښکرګاه ښار په ځینو سیمو کې د ۶۱ سیلاب ځپلو او غریبو کورنیو سره د سولري ، ژمني، اشپزۍ، سرپنا او د کمپلو کیټونو مرسته وکړل او هم یې یادو کورنیو ته خیمې او تر پالونه ورکړل.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د لوږې پر وړاندي د مبارزې موسیسې لخوا هم د ۶۱ کورنیو سره د ۱۴۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وسوه.
ښاغلي فیاض زیاته کړه چې د WFP موسیسې لخوا هم یادو ۶۱ کورنیو ته ۲۵ کېلو دال، ۲ کېلو مالګه، ۴ ډبې غوړي ،۲۰ دانې بیسکیټ،۱۱۳ دانې د سوء تغدي ماشومانو د تقويې مواد او ۴ بوجۍ اوړه ورکړل سوه.
نظرګل اوګل احمد چې دطبعي پېښو له امله زیانمن سوي د یادې مرستې په ورکړه خوښي وښوده او ویې ویل چې په دې سره به یې یوه اندازه ستونزې حل سي خو دوی له ولایتي ادارې او اړوند موسساتوڅخه د نورو مرستو د ورکړې غوښتنه هم وکړه.
د یادوني وړ ده چې یادو موسساتو تېره اونۍ هم د ۱۷۲ سېلاب ځپلو، بېوزله او اړمنو کورنیو سره ورته مرسته وکړه.
نېټه:/۱۴۴۳/۷/۵ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.