لښکرګاه کي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د ۱۵۰ جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته و شوه

  پرون د پنج شنبې په ورځ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د یاد ریاست په انګړ کې د ۱۵۰ جګړه ځپلو او بېوزله کورنیو سره د ژمني توکو مرسته ترسره  شوه د یادي مرستي د ویش پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس انقیادي صاحب، د ولایت مقام […]

 

پرون د پنج شنبې په ورځ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د یاد ریاست په انګړ کې د ۱۵۰ جګړه ځپلو او بېوزله کورنیو سره د ژمني توکو مرسته ترسره  شوه
د یادي مرستي د ویش پر مهال د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس انقیادي صاحب، د ولایت مقام او استخباراتو ریاست استازو ګډون درلود.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس انقیادي مولوي صاحب وویل چې یاده مرسته د یوې شفافي سروي وروسته مستحقو کسانو ته ورسیده.

ښاغلي انقیادي زیاته کړه چې دغه ډول مرستو ته اړتيا زياته ليدل کيږي او په افغانستان کې یې د میشتو تجارانو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

په ورته مهال هغه کسان چې يادي مرستې يې ترلاسه کړي دي خوښ دي او وایي چې دغه ډول مرستو ته يې زياته اړتيا درلوده، د دوی په خبره چې ژوند يې له سختو کړاوونو ډک دی که پاملرنه ورته ونه سي روان ژمی به يې په ډير سختۍ تير سي.

دا په داسي حال کې ده چې دغه ریاست په بیلا بیلو وختونو کې له نورو رابې ځایه سویو کورنیو سره هم مرستي ترسره کړي دي.

نېټه؛۱۴۴۳/۶/۱۱ هــ ق