نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه درېیمه حوزه بولان سیمه کي د څلورو هغه نفرو دجملې څخه چي زموږ د یو هیوادوال د کورڅخه یې یو عراده موټرسایکل غلا کړی وو درې تنه ونیول سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي تېره شپه څلور تنه عبیدالله، قدرت الله، عنایت الله او […]
تېره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه درېیمه حوزه بولان سیمه کي د څلورو هغه نفرو دجملې څخه چي زموږ د یو هیوادوال د کورڅخه یې یو عراده موټرسایکل غلا کړی وو درې تنه ونیول سوه.
دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي تېره شپه څلور تنه عبیدالله، قدرت الله، عنایت الله او عبدالحمید د یو بل هېوادوال شېر اغا کورته ورغلي او یو عراده موټرسایکل یې غلا کړی وو.
خبر زیاتوي چي د مسئولینو تر جدي اقدام وروسته درې تنه تورن کسان د موټرسایکل سره یوځای لاس په لاس نیول سوي او د عبدالحمید په نوم کس په تېښته بریالی سوی دی.
نیول سوي کسان اړوند ارګان او موټرسایکل خپل اصلي مالک ته وسپارل سو.
موضوع تر څېړني لاندي ده.
نېټه: ۱۴۴۳/۷/۲۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.