لښکرګاه ښار کي قناتانو،کلچه فروشانو او کیک فروشانو ته ښوونیز ورکشاف ورکړل سو:

  نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د روغتیا د محیطي مدیریت له خوا د لښکرګاه ښار قناتانو،کیک او کلچه فروشانو ته ښوونیز ورکشاف ورکړل سو. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن د عامي روغتیا ریاست له خوا ګډ پلاوي د لښکرګاه ښار قناتانو،کیک او کلچه فروشانو ته دیو ورکشاف […]

 

نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست د روغتیا د محیطي مدیریت له خوا د لښکرګاه ښار قناتانو،کیک او کلچه فروشانو ته ښوونیز ورکشاف ورکړل سو.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي نن د عامي روغتیا ریاست له خوا ګډ پلاوي د لښکرګاه ښار قناتانو،کیک او کلچه فروشانو ته دیو ورکشاف پر مهال د روغتیا په اړه لازمي لارښووني او سپارښتنې وکړې.هغوی ته یې صِحي لایحې توزیع کړې او د روغتیا،نظافت او اړینو موادو په اړه ورته وضاحت ورکړل سو.
دیادولو وړ ده چي د عامي روغتیا ریاست له خوا وخت په وخت د درملتونونو او خوراکي موادو د دوکانونو څخه نظارت ترسره کېږي
ترڅو د بې کیفیته او یا هم تروخت تېرو موادو د پېر او پلور مخه ونیول سي.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۰ هــ ق