لښکرګاه ښار کي د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه ښوونځی جوړېږي :

نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار د دوهمي حوزې اړوند په قصبه سیمه کي د یوې متواسطه ښوونځي د پرانیستي مراسم ترسره سوه.   د دي مراسیمو په غونډه کي د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت صاحب ، د تعلیم او تربیې د مرکزي حلقې مسؤل محمد عوض انصاري صاحب، […]

نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار د دوهمي حوزې اړوند په قصبه سیمه کي د یوې متواسطه ښوونځي د پرانیستي مراسم ترسره سوه.

 

د دي مراسیمو په غونډه کي د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت صاحب ، د تعلیم او تربیې د مرکزي حلقې مسؤل محمد عوض انصاري صاحب، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازو او یو شمېر نورو سپین ږیرو او ځوانانو هم برخه درلوده.

 

یاده ښوونځي د قصبې سیمه د اوسېدونکو د غوښتني په اساس جوړېږي.

 

پر همدې مهال د تعلیم او تربیې د مرکزي حلقې مسؤل مولوي محمد عوض انصاري د باختر آژانس د خبریال ګل محمد غورځنګ سره د خبرو پرمهال وویل؛ دا د خوښۍ ځای ده ، چي  خلک د یوې تعلیمي ادارې د جوړېدو غوښتنه کوي او زیاته یې کړه ، چي اسلامي امارت به هم د عصري او دیني زده کړو په برخه کي د هیواد بچیانو ته بشپړه زمینه برابره کړي.

 

نوموړی وایي هیواد په هره برخه کي لوستو کسانو ته اړتیا لري ، چي په وینا یي که لوستي ځونان ولرو په راتلونکي کي به مو هیواد زیاتي لاسته راوړني ولري.

 

دغه راز د پوهني ریاست تدریسي مرستیال مولوي محمد اسماعیل سعادت د زده کړو پر ارزښت هر اړخیزي خبري وکړي او زیاته یې کړه چي یاده ښوونځي د ۱۰ میلیونه افغاینو په ارزښت جوړېږي چي ۹ درسي ټولګي به ولري.

 

د ده په خبره چي د یادي ښوونځي تر جوړېدو ورسته به د دې ښوونځي زده کوونکو ته کتابونه او قرطاسیه هم ورکول سي.

 

پر ورته وخت د یادي سیمي اوسېدونکو حاجي عبدالسلام او حاجي عبدالواحد بیا وویل؛ ډېر خوښ یو چي د اسلامي امارت لخوا ورته ښوونځي جوړېږي او زیاته یې کړه چي وړاندي یې بچیان د زده کړو لپاره د لیري سیمو ښوونځیو ته تلل چي په وینا یي د دې ښوونځي په جوړولو سره به یې د بچیانو د زده کړو ستونزه حل سي.

 

هلمند کي دا مهال ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یي په کرایه کورونو کي زده کړي کوي.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۴/۲۷ هـ ق