لښکرګاه ښار کي دترافیکي پېښې له امله یو تن ژوبل شوی

  د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخي دوشنبه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند پر هلمند سیند د غځیدلي پُله پر سر ترافیکي پیښه رامنځته سول، چي په پایله کي یو تن ترافیک عبدالهادی دخدای رحیم زوی خپل پښه دلاسه ورکړه.   یاده پېښه هغه وخت منځ ته راغله کله چي یوه عراده […]

 

د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخي دوشنبه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند پر هلمند سیند د غځیدلي پُله پر سر ترافیکي پیښه رامنځته سول، چي په پایله کي یو تن ترافیک عبدالهادی دخدای رحیم زوی خپل پښه دلاسه ورکړه.

 

یاده پېښه هغه وخت منځ ته راغله کله چي یوه عراده مازدا موټر چلونکي ترافیک په موټر ووهی او ژوبل یې کی.

 

ژوبل سوی ترافیک دامنیتي مسؤلینو له خوا روغتون ته  انتقال سو.

 

موټر چلونکی عصمت الله دګل محمد زوی د امنیتي مسؤلینو له لوري ونیول سو او اړوند ارګان ته وسپارل سو.

 

نېټه: ۱۴۴۳/۹/۲۴ هــ ق.