لښکرګاه ښاروالۍ هغه دوکانداران چي په کم وزن یې اوړه او کيمياوي کود پلورل عدلي او قضائي ارګانونو ته معرفي کړه.

تېره ورځ د لښکرګاه ښاروالۍ د تفتيش مدیريت له لوري د ښار په بېلابیلو برخو کي د خوراکي او غير خوراکي توکو د نرخونو او وزن د کنټرول په برخه کي پلټني تر سره سوې چي په نتيجه کي یې هغه هټيوال عدلي او قضائي ارګانونو ته معرفي سوه چي له ښاریانو سره یې په […]

تېره ورځ د لښکرګاه ښاروالۍ د تفتيش مدیريت له لوري د ښار په بېلابیلو برخو کي د خوراکي او غير خوراکي توکو د نرخونو او وزن د کنټرول په برخه کي پلټني تر سره سوې چي په نتيجه کي یې هغه هټيوال عدلي او قضائي ارګانونو ته معرفي سوه چي له ښاریانو سره یې په راکړه ورکړه کي درغلي کول.

دغه هټیوالو د اوړو او کیمیاوي سري په پارسلونو کي تر شپږ کيلو پوري وزن کم کړی وو.

 

د لښکرګاه ښاروال الحاج احمد سعيد (انصاري) په هدايت ياد کسان په رسمي ډول عدلي او قضائي ارګانونو ته معرفي سوه.

د خوراکي او غیري خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول او د یادو توکو د وزنونو د معلومولو او څېړلو په اړه د لښکرګاه ښاروالي هڅي لاهم رواني دي.

د ښاروالۍ له لوري به هغه دوکانداران چي په راکړه ورکړه کي له ښاریانو سري فریب او دوکه کوي او یاهم پخپله خوښه د ټاکل سوو نرخونو څخه پورته نرخونه ټاکي په رسمي ډول به عدلي او قضائي ارګانونو ته معرفي سي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۵ هـ ق