نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند مرکز لښکرګاه ښار د ښآروالۍ مسئولین وايي : دا شپني څراغونه به د ښآر ټولو واټونو ته رڼا ورکوي. عام ښاریان د دې اقدام هرکلی کوي ، وايي له دې سره ښار رڼا کیږي او د غلاو د پيښو کچه هم کمیږي. دا.دلښکرګاه ښار په عمومی واټونو کي سولري نصب سوي څراغونه دي دې […]
دهلمند مرکز لښکرګاه ښار د ښآروالۍ مسئولین وايي : دا شپني څراغونه به د ښآر ټولو واټونو ته رڼا ورکوي.
عام ښاریان د دې اقدام هرکلی کوي ، وايي له دې سره ښار رڼا کیږي او د غلاو د پيښو کچه هم کمیږي.
دا.دلښکرګاه ښار په عمومی واټونو کي سولري نصب سوي څراغونه دي
دې څراغونو ته دلمریزو هندارو په وسیله دورځي بریښنا ذخیره کېږي او دشپې لخوا ذخیره سوې بریښنا دښار په واټونو کي رڼا تولیدوي.
دلښکرګاه ښاروالۍ دمطبوعاتو مسول محمد طاهر ابشار وايي چي په نصب سوو څراغونو سره په ښار کي دشپې له پلوه هټیوال او پلي لارو تلونکي کسان استفاده کوي.
دی وایي پلان لري چي دښار ټول واټونه په سولري برېښنا سره دشپې له پلوه روښانه وساتيچي داچاره به دښآر په ښکلا کې دپام وړاغېزه وکړي.
بل خوا بیا عام ښاریان دښاروالۍ وروستي پروګرامونه دښاري نظم خوندیتوب او ښکلا ًپه برخه کي اغېزمن بولي.
دوی وايي چي په نصب سوو برېښنايي څراغونو سره په ښآر کې له یوې خوا رڼا خوره وره وي او له بلي خوا به دغلاوو او جنايي پېښو مخنیوی سوی وي.
ديادوني وړده چي وروستیو کي لښکرګاه ښاروالۍ دبیارغوني پروژو ترڅنګ دښاري نظم او امن کمپاینونه پیل کړي دي.
دې واټونو کې هغه ترافیکي خنډونه او بې نظمۍ لېري ښکاري چی دکلونو کلونو راهیسي پرتې وې.
نېټه:/۱۴۴۳/۴/۲۸/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.