نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د جمعې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه ښار د غازي محمد ایوب خان مېنه کې د اسلامي امارت د بریا په ویاړ او مناسبت یوه لویه او شانداره غونډه پیل غونډه کې د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب ،امنیه قوماندان محترم حاجي دعوت صاحب،د هلمند داستخباراتو مسئول […]
پرون د جمعې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه ښار د غازي محمد ایوب خان مېنه کې د اسلامي امارت د بریا په ویاړ او مناسبت یوه لویه او شانداره غونډه پیل
غونډه کې د هلمند ولایت والي محترم طالب مولوي صاحب ،امنیه قوماندان محترم حاجي دعوت صاحب،د هلمند داستخباراتو مسئول محترم ابوخالد صاحب او یو شمېرو نورو مسئولینو ،دیني عالمانو ،قومي مشرانو ،فرهنګ پالانو ،لیکوالانو ،او شاعرانو ،او همدارنګه عامو ښاریانو برخه اخیستې وه.
یاده لمانځغونډه د لښکرګاه ښار د یو تن ممتاز قاري محمد اغا صاحب له خوا د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د هلمند ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د نماینده له خوا د غونډي وبرخه والو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هغوی څخه په دیني او کلتوري برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وشوه.
ورپسې د لښکرګاه ښار یوتن جید عالم شیخ الحدیث محترم مولوي روح الله صاحب ارزښتناکه وینا واوروله ،او خلګ یې د قران او حدیث د حکم په اساس د اسلامي احکامو وعملي کولو ته راوبلل.
شیخ صاحب زیاته کړه چې خلک باید دالله تعالی ددې عظیم نعمت شکر ادا کړي چې دوی یې په اسلامي نظام ونازول.
وروسته د لښکرګاه ښار یو بل استاد شیخ الحدیث سعید محمد ذاکري صاحب له خوا علمي بیان وشو او د غونډي برخه والو ته یې د اسلامي نظام د ګټو تر بیانولو وروسته خلګ ددې نظام ملاتړ ته راوبلل.
شیخ صاحب وویل چې د افغانستان ټول مجاهد ملت شل کاله قرباني ورکړې ده ،نو اوس هم باید لاس ترزنې کښېنني. بلکې نور هم ددې نظام هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.
د غونډي په وروستیو شېبو کې د هلمند ولایت د مقام په استازیتوب روحاني مولوي صاحب بیان وکړ ،او وخلګو ته یې د یو لړ اصلاحي بیان ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د لښکرګاه ښار د لا ښه امنیت په خاطر به ګړندي ګامونه واخلي ،او ډېر ژر به خلګ د ټولو ستونځو د حل شاهدان و اوسي.
غونډه د یو تن جید عالم شیخ الحدیث مولوي شراف الدین صاحب له خوا د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۸/۲۸
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.