نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د لوګر د برکي برک ولسوالۍ ۲۰ دیني مدرسو او ښوونځیو ته د اوبو څاه ګانو په کېندلو سره ښوونکو او زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. دغه څاه ګانې د پوهنې ریاست د نه ستړې کېدونکو هلوځلو په پایله کې د حضرت عمر فاروق(رض) خیریه بنسټ په […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د لوګر د برکي برک ولسوالۍ ۲۰ دیني مدرسو او ښوونځیو ته د اوبو څاه ګانو په کېندلو سره ښوونکو او زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
دغه څاه ګانې د پوهنې ریاست د نه ستړې کېدونکو هلوځلو په پایله کې د حضرت عمر فاروق(رض) خیریه بنسټ په مالي لګښت کېندل شوې دي.
کېندل شوي څاهګانې له ۳۰ تر ۶۰ مترو پورې ژوروالی، یو شمېر یې لاسي بمبې او ځینې نور یې بیا د لمریزې برېښنا واټرپمپ لري.
په دې کار سره د ۲۰ دیني مدرسو او ښوونځیو ۳۰۰ ښوونکو او تر ۱۰۰۰ زياتو زده کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.