لوګر کې ۵ ټانکونه رینجر او موټر تخریب، ۲۹ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون سهار مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې د پکتیا لپاره د مزدور رژیم نام نهاد والي په موټریز کاروان برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۱ ټانک ۱ رینجر تخریب، ۳ مزدور عسکر قتل ۲ نور ژوبل شول. همداراز د سرسنک سیمه کې هم د مزدوري اردو […]

پرون سهار مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې د پکتیا لپاره د مزدور رژیم نام نهاد والي په موټریز کاروان برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۱ ټانک ۱ رینجر تخریب، ۳ مزدور عسکر قتل ۲ نور ژوبل شول. همداراز د سرسنک سیمه کې هم د مزدوري اردو په پوسته د سپکو او درنو وسلو په مټ بریدونو کې پوستې ته زیان اوښتی، ۹ مزدور عسکر وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي. وروسته د مزدور دښمن کومکي قوه هم د مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ شوه، چې پر مهال یې د دښمن ۱ ټانک او ۱ رینجر ویجاړ، ۲ مزدور عسکر قتل، ۱میل پیکا، ۱ کلاشنکوف، ۱ نارنجګ او یوه اندازه جنګي توکي او مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. پل علم ته څېرمه مجاهدینو د مزوري اردو په فلډر ډوله موټر کمین برید ترسره کړی، چې له کبله یې موټر ویجاړ شوی، ۳ مزدور عسکر قتل او ۲ نور ژوبل شوي دي،

دغه رنګه غرمه مهال د محمداغې ولسوالۍ په شیخک کلا سیمه کې د شکار کلا بیس په مزدورو عسکرو کمین برید کې مجاهدینو ۲ مزدور عسکر وژلی بل ژوبل کړی دی.

تېره شپه ۱۰ بجې د برکي برک ولسوالۍ اړوند بابوکلا سیمه کې د مزدور دښمن په پیاده ګزمه کمین برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې دښمن ته تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه شوي. ماسپښین د همدې ولسوالۍ په شیروازه سیمه کې د درازکوف په مټ برید کې ۱ ګوډاګی وژل شوی دی.

‏۲۰۲۱‏/۴‏/۱۲