لوګر کې ۲ ټانکونه ویجاړ، ۱۰ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون غرمه ۱۲ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت، محمداغې ولسوالۍ اړوند اب پران سیمه کې د مزدورو پولیسو په پیاده ګزمه د ځای پر ځای شوي ماین په مټ چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې ۳ مزدور پولیس ووژل شول. همداراز پرون ماسپښین د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه ښکارکلا بیس باندې هم […]

پرون غرمه ۱۲ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت، محمداغې ولسوالۍ اړوند اب پران سیمه کې د مزدورو پولیسو په پیاده ګزمه د ځای پر ځای شوي ماین په مټ چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې ۳ مزدور پولیس ووژل شول. همداراز پرون ماسپښین د یادې ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه ښکارکلا بیس باندې هم د مجاهدینو لخوا توغندي ویشتل شوي، چې له کبله یې دښمن ته تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

له بلې خوا د مرکز پل علم اړوند علي خان کلا سیمه کې د مزدور دښمن په اکمالاتي کتار د مجاهدینو له لوري د سپکو او درنو وسلو په مټ بریدونو کې د دښمن ۲ ټانکونه ویجاړ شوي، ۴ مزدور عسکر وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.

‏۲۰۲۱‏/۴‏/۱۱