نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) په لوګر ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طلحه خپلو خبرو کې وویل؛ دغه روزنتون، چې کار چارې یې شاوخوا درې کاله وړاندې پیل شوي و، یوه تدریسي او […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۷) په لوګر ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د مولانا یعقوب څرخي روزنتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي جان محمد طلحه خپلو خبرو کې وویل؛ دغه روزنتون، چې کار چارې یې شاوخوا درې کاله وړاندې پیل شوي و، یوه تدریسي او یوه د لیلیې ودانۍ لري، چې په پاخه او اساسي ډول په دو پوړونو کې په ۵ جریبه ځمکه باندې جوړ شوی، شاوخوا ۹سوه زره امریکایي ډالره پرې لګښت راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې د ایسنا(د استرالیا د مسلمانانو همکاره ټولنه) خیریه بنسټ لخوا د شاوخوا یو لک امریکایي ډالرو په ارزښت یاد روزنتون لپاره ټول تجهیزات او ملحقات اخیستل شوي چې له دې سره به درې سوه یتیمانې ته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره شي. همدا راز د ایسنا خیریه بنسټ غړی حاجي محمد ایوب احمدزي د روزنتون د تجهیزاتو د لګښت او څرنګوالې پر تړاو هر اړخیز مالومات وړاندې او ډاډ یې څرګند کړ، چې دغه روزنتون څخه په تر راتلونکي۶ کلونو لپاره مالي ملاتړ کوي او ټول ضرریات به یې به غاړه اخلي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.