لوګر کې جلا بریدونو ۳ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

تېره شپه مجاهدینو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ  اړوند کندهاري پله کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د پخواني ظالم اربکي قومندان قاسمک زوی (جاوید) چې اوس مهال یو مشهور او وحشي اربکی و، ووژل شو. همداراز د یادې ولسوالۍ اړوند وغجان بازار […]

تېره شپه مجاهدینو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ  اړوند کندهاري پله کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د پخواني ظالم اربکي قومندان قاسمک زوی (جاوید) چې اوس مهال یو مشهور او وحشي اربکی و، ووژل شو.

همداراز د یادې ولسوالۍ اړوند وغجان بازار کې د مزدورو عسکرو په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید کې ۱ مزدور عسکر قتل بل ژوبل شو.

له بلې خوا د برکي برک ولسوالۍ په ودانۍ توغندیز برید او تېره شپه ۱۲ بجې د مرکز اړوند منګوخیلو سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته وسله وال برید کې دښمن ته تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۳