لوګر کې جلا بریدونو ۱۰ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

 پرون غرمه مجاهدینو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند قندهاري پله سیمه کې د مزدوري اردو په پیاده عسکرو کمین برید کې ۱ مزدور عسکر وژلی بل ژوبل کړی دی. تېره شپه د یادې ولسوالۍ بیني شیر افغان سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ اربکی وژل […]

 پرون غرمه مجاهدینو د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند قندهاري پله سیمه کې د مزدوري اردو په پیاده عسکرو کمین برید کې ۱ مزدور عسکر وژلی بل ژوبل کړی دی. تېره شپه د یادې ولسوالۍ بیني شیر افغان سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ اربکی وژل شوی دی، دغه رنګه پرون مازدیګر د وغجان بازار کې زړورو چریکي مجاهدینو ۲ شریر اربکیان په نښه کړي او وژلي دي.

۷ بجې د برکي برک ولسوالۍ قراول مخې ته د زړورو چریکي مجاهدینو په برید کې ۱ د جاسوسي شبکې غړی او یو اربکی ووژل شول.

په دې برسېره تېره شپه د مرکز پل علم په مربوطاتو کې د جاسوسي شبکې په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید کې د یادې شیطاني شبکې ۲ ګوډاګیان ووژل شول. همداراز یاده سیمه کې غرمه ۱۱ بجې یو بل برید کې مجاهدنو ۱ مزدور عسکر وژلی او وسله یې له ځان سره راوړې ده.

‏2021‏/4‏/14