لوګر کې بیلابیلو بریدونو ۱۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل کړل

تېره شپه مجاهدینو د لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ اړوند تقي کلا سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ عسکر وژلی بل ژوبل کړی دی. نن غرمه ۱۱ بجې د مرکز اړوند خضر سیمه کې د مزدورو عسکرو په اکمالاتي کتار برید کې مجاهدینو د دښمن غټ […]

تېره شپه مجاهدینو د لوګر ولایت، برکي برک ولسوالۍ اړوند تقي کلا سیمه کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید کې ۱ عسکر وژلی بل ژوبل کړی دی.

نن غرمه ۱۱ بجې د مرکز اړوند خضر سیمه کې د مزدورو عسکرو په اکمالاتي کتار برید کې مجاهدینو د دښمن غټ موټر تخریب کړی او ګوډاګیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. همداراز نن مازدیګر د کلنګار سیمه کې په پیاده عسکرو برید کې ۱ ګوډاګی وژل شوی او بل ژوبل دی.

نن مازدیګر یې د محمداغې ولسوالۍ مربوط تنګي وغجان سیمه کې په پیاده عسکرو د ځای پر ځای شوي ماین په مټ چاودنه ترسره کړې، چې پر مهال یې ۴ مزدور عسکر وژل شوي دي. همداراز یاده سیمه کې د یو بل برید په ترڅ کې هم ۱ مزدور عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی. دغه رنګه تېره شپه ۱۰ بجې د یادې ولسوالۍ په ودانۍ هم توغنديز برید شو، چې پر مهال یې ۱ مزدور پولیس وژل شوی دی.

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۴