لوګر ولایت مقام، امنیه قومنداني، محبس او ملحقات یې د مجاهدینو لاسته ولوېدل

د الفتح بریمنو جهادي عملیاتو په لړ کې څو شېبې له مخه د لوګر ولایت مقام، امنیه قومنداني، د جلب او جذب مرکز، او  ګڼ شمېر دفاعي پوستې فتحه شوې. له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې د مزدوري ادارې والي عبدالقیوم رحیمي له خپل ټول پرسونل سره مجاهدینو ته تسلیم شوی. […]

د الفتح بریمنو جهادي عملیاتو په لړ کې څو شېبې له مخه د لوګر ولایت مقام، امنیه قومنداني، د جلب او جذب مرکز، او  ګڼ شمېر دفاعي پوستې فتحه شوې.
له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې د مزدوري ادارې والي عبدالقیوم رحیمي له خپل ټول پرسونل سره مجاهدینو ته تسلیم شوی.

پاته دي نه وي چې تر دې څه وړاندې مجاهدینو د یاد ولایت مرکزي زندان هم فتحه کړ او هلته میشت ټول بندیان یې خوشي کړل.

بلخوا د محمدا غې ولسوالۍ مقام هم دمجاهدینو لاس ته لوېدلی،  ټول عسکر یې تسلیم شول بې شمیره وسلې مهمات او وسائط یې مجاهدینو ته په لاس ورغلي دي.
۱۳-۰۸-۲۰۲۱