لوګر مرکز کې ټانک تخریب، ۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۱۱ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند شش کلا سمیه کې د مزدور دښمن په پوسته چې د پل علم ښار د کمربند حیثیت لري د لیزري ټوپکو په مټ برید ترسره کړ، چې پر مهال یې ۳ مزدور عسکر ووژل شول. وروسته د کمینوالو مجاهدینو لخوا سیمې ته د راتلونکې کومکي […]

تېره شپه ۱۱ بجې مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند شش کلا سمیه کې د مزدور دښمن په پوسته چې د پل علم ښار د کمربند حیثیت لري د لیزري ټوپکو په مټ برید ترسره کړ، چې پر مهال یې ۳ مزدور عسکر ووژل شول.

وروسته د کمینوالو مجاهدینو لخوا سیمې ته د راتلونکې کومکي قوې په ټانک د ماین چاودنه وشوه،چې په ترڅ کې یې ټانک په بشپړ ډول ویجاړ، پکې سپاره ګوډاګیان مړه او ژوبل شول. د زرداد کلا سیمه کې هم په پیاده عسکرو د ماین چاودنه ترسره شوې، چې پر مهال یې ۱ مزدور عسکر وژل شوی او ۲ ژوبل شوي دي.

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۵