لوګر مرکز کې مهم بیس او پوسته فتحه، ۱۵ ګوډاګیان قتل، ګڼې وسلې ونیول شوې

د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون شپه مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند پورک سیمه کې د مزدور دښمن په بیس وسله وال برید ترسره کړ. د دغو بریدونو په نتېجه کې بیس په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلی، ۱۲ مزدور عسکر وژل شوي، ۱ تن په ژوبل حالت کې ژوندی نیول شوی […]

د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون شپه مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز اړوند پورک سیمه کې د مزدور دښمن په بیس وسله وال برید ترسره کړ.

د دغو بریدونو په نتېجه کې بیس په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته لوېدلی، ۱۲ مزدور عسکر وژل شوي، ۱ تن په ژوبل حالت کې ژوندی نیول شوی دی.

په فتحه شوي بیس کې ۱ ټانګ، ۲میله راکټ، ۳میله پیکا، ۸میله کلاشینکوفونه، ۷میله ایم شانزده، ۱جی ترې، ۱ نارنجک انداز، ۹ بکسه هاوان مرمۍ، ۱۰ بکسې د پیکا مرمۍ او نور ګڼ شمیر مهمات او نظامي توکې مجاهدینو ته په لاس ورغلل.

همدرازا د شیروازه سیمه کې د ولایت په یوه دفاعي پوسته هم برید شوی، چې په ترڅ کې یې پوسته په بشپړ ډول فتحه، ۳ عسکر قتل، ۴ نور له  ۱ میل راکټ، ۱ میل پیکا، ۳ کلاشنکوفونه، ۱ درازکوف، ۱ توپنچه، ۱ ګرنیټ او نور بې شمیره مهمات او نظامي توکي هم د مجاهدینو لاسته لوېدلي دي.

‏۲۰۲۱‏/۸‏/۱۰