لوګر مرکز کې رینجر ویجاړ، ۶ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۹ بجې د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند درویش اباد سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید کې مجاهدینو ۱ شریر اربکی وژلی دی. پرون مازدیګر د پل علم ښار کې د جاسوسي شبکې په یو رینجر موټر باندې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه […]

تېره شپه ۹ بجې د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند درویش اباد سیمه کې د شریرو اربکیانو په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید کې مجاهدینو ۱ شریر اربکی وژلی دی.

پرون مازدیګر د پل علم ښار کې د جاسوسي شبکې په یو رینجر موټر باندې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې رینجر ویجاړ، پکې سپاره ۴ ګوډاګیان ووژل شول.

همداراز د بارګینو سیمه کې هم په یادو ګوډاګیانو وسله وال برید کې مجاهدینو ۱ مزور عسکر وژلی دی.

‏۲۰۲۱‏/۴‏/۱۰