لوګر: محمداغه کې ۴ پوستې او څو سیمې فتحه شوي

 پرون ماسپښین د لوګر ولایت، محمداغې ولسوالۍ اړوند وغجان بازار سیمه کې شریرو اربکیانو خپلې ۲ پوستې تخلیه کړې. دوی له دغو پوستو وروسته له هغه تښتېدلي، چې د مجاهدینو د پرله پسې بریدونو له کبله یې د مقاومت او دفاع توان له لاسه ورکړی . دغه راز پرون سهار د یادې ولسوالۍ زاهد اباد […]

 پرون ماسپښین د لوګر ولایت، محمداغې ولسوالۍ اړوند وغجان بازار سیمه کې شریرو اربکیانو خپلې ۲ پوستې تخلیه کړې. دوی له دغو پوستو وروسته له هغه تښتېدلي، چې د مجاهدینو د پرله پسې بریدونو له کبله یې د مقاومت او دفاع توان له لاسه ورکړی .

دغه راز پرون سهار د یادې ولسوالۍ زاهد اباد سیمه کې د زاهداباد بازار له پوستې، د عارف ټیول له سیمې، د خوشحال بیالي له سیمې،  او سپیني پوستې څخه هم مزدور عسکر تښتېدلي دي.

د یادو پوستو په فتحه کېدو سره پراخه سیمه د وحشي دښمن له وجود څخه پاکه شوې، د مجاهدینو د فعالیت او حاکمیت ساحه فراخه شوې او د سیمې خلکو د دښمن له خطر پرته د خپل ژوند ښه کولو لپاره په کارونو پیل کړی.

‏۲۰۲۱‏/۵‏/۲۵