لوګر: له ناورین ځپلو او د شهیدانو د وارثینو له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د بشردوستانه مرستو په لړ کې، د اومه موسسې له لوري د لوګر ولايت په مرکز او ولسوالیو کې له (۳۰۰۰) زیانمنو او مستحقو کورنیو سره د غيرخوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د لوګر ولایت په مرکز، محمدآغې، برکي‌برک، څرخ او خروار ولسواليو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د بشردوستانه مرستو په لړ کې، د اومه موسسې له لوري د لوګر ولايت په مرکز او ولسوالیو کې له (۳۰۰۰) زیانمنو او مستحقو کورنیو سره د غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرستې د لوګر ولایت په مرکز، محمدآغې، برکي‌برک، څرخ او خروار ولسواليو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي عبدالله مفکر په حضور کې پر اړمنو کورنیو وویشل شوى.

د يادوني وړده چې يادي مرستې د طبیعی پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست په همکارۍ ترسره شوي.