لوګر: له لسګونو اړمنو کورنیو سره د غير خوراکي توکو مرسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴)د لوګر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت مسؤلین وایي، چې ACHRO او UNHCR موسسو په ملاتړ د محمدآغې ولسوالۍ اړوند ١٥٧ بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ١١ قلمه غیر خوراکي مواد ووېشل شول، چې پکې ٢ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۴)د لوګر د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمريت مسؤلین وایي، چې ACHRO او UNHCR موسسو په ملاتړ د محمدآغې ولسوالۍ اړوند ١٥٧ بېځایه شویو او اړمنو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ١١ قلمه غیر خوراکي مواد ووېشل شول، چې پکې ٢ بطرۍ، ٢ سولره، يو چوکاټ، يو کنټرولر، يو صندوق، ١٥ متره د بطرۍ لين او ځيني نور مواد شامل وو.
ځایي چارواکو د یادې مؤسسې له مرستو مننه کړې او په راتلونکي کې یې هم د اړمنو کورنیو ورته لاسنیوي غوښتنه کړې ده