لوګر: د نوي زره ډالرو په ارزښت د یو عید ګاه جومات د جوړولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)دغه جومات، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آباد حوزه په دوه جریب ځمکه باندې جوړیږي، نن یې چارې د محمدآغې ولسوالۍ مسؤلینو او د سیمې مشرانو لخوا پیل شوې. د لوګر د کانونو رئیس قاري رحمت الله احمد وویل؛ دغه پروژه چې د یادې ادارې په نوښت په لومړي ځل د […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰)دغه جومات، چې د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آباد حوزه په دوه جریب ځمکه باندې جوړیږي، نن یې چارې د محمدآغې ولسوالۍ مسؤلینو او د سیمې مشرانو لخوا پیل شوې.
د لوګر د کانونو رئیس قاري رحمت الله احمد وویل؛ دغه پروژه چې د یادې ادارې په نوښت په لومړي ځل د کرومایټو د قراردادي میټال ماینګ استخراجي شرکت لخوا د ټولنیزو خدمتونو پروګرام په چوکاټ کې د شاو خوا نوي زره ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي توګه د دوو کلونو په موده کې جوړیږي، چې په یوه وخت کې د ۲۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت به لري.