نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) تيره ورځ له غرمې ورسته د لوګر والي مولوي قدرت الله اميني، د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو لوى رٸيس الحاج انجينر حميد الله حبيبي او ورسره مل پلاوي، د لوګر امنيه قومندان مولوي محمدالدين شاه مخبت، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس وحيدالله، د لوګر د والي سکرتر الحاج […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) تيره ورځ له غرمې ورسته د لوګر والي مولوي قدرت الله اميني، د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو لوى رٸيس الحاج انجينر حميد الله حبيبي او ورسره مل پلاوي، د لوګر امنيه قومندان مولوي محمدالدين شاه مخبت، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي میرویس وحيدالله، د لوګر د والي سکرتر الحاج محمدالله عادل او د لوګر د برښنا رٸيس په حضور کې د شکار کلا قطعې ته د ښاري برښنا د نښلولو پروژه افتتاح شوه.
دغه پروژه د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو د لوى رياست له خوا د ٢٦،٩ میلیونه افغانیو په ارزښت په لوګر ولايت کې پلې کيږي چې د پنځو مياشتو په موده کې به بشپړه شې.
د دغې پروژې د انتقالې شبکې اوږدوالى ١٢،٥ کيلو متره ده چې څلور ټرانسفارمره پکې شامل دي او د قيس صميم ساختماني او تجارتي شرکت له خوا تطبيق کيږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.